Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پل‌علم (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پیښه د کابللوګر په لويه لاره د مرکز پل علم ښار اړوند په«شش قلعه» سیمه کې د يوه ټرېلر او رینجر موټر د ټکر له امله ترمنځ رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې دوو امنیتي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نظاميان وژل شوې او دوه نور ټپيان شوې دي.

دی وایي، د پېښې ټپیان د درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.