کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي او هيڅ د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی نه ساتي.
د بښنې نړۍوال سازمان تېره ورځ په یوه راپور کې، اسرائیل په غزه کې د تېر کال جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو په نسلوژنه تورن کړي او خپل دغه تازه راپور یې نړۍوالې ټولنې ته جدي خبرداری بللی دی.
یاد سازمان ویلي، د دوی موندنې د اسرائیلو د حکومت او پوځي چارواکو د غیر انساني بیانونو، د ویجاړیو په تړاو د سپوږمکۍ د عکسونو، څېړنو او د غزې د اوسېدونکو د ساحوي راپورونو پر بنسټ دي.
دغه راپور کې د بښنې نړۍوال سازمان د سرمنشي اګنیس کالامارډ له قوله راغلي: «له میاشتو میاشتو راهیسې اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره د یوې داسې غیر انساني ډلې په توګه چلند کوي چې د بشري حقونو او انساني کرامت مستحق نه دي او د هغوی د فزیکي له منځه وړلو اراده لري.»
راپور کې دغه راز راغلي: «زموږ وېرونکې موندنې باید نړۍوالې ټولنې ته یو جدي خبرداری وي، دا یوه نسل وژنه ده، دا باید سمدستي ودرول شي.»
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې څه باندې ۴۳ زره ۸۰۰ فلسطینیانو د اسرائیلو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP