Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صادق ‌خان یو ځل بیا افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وټاکل شو

کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی صادق ‌خان د اصف دراني پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

صادق‌ خان ته نږدې سرچینو تېره شپه پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاکستان حکومت هغه يو ځل بيا د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

نوموړی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې هم افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی و چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې ګوښه او پر ځای یې اصف دراني وټاکل شو.

د یادونې ده چې درانی شاوخوا دوه مياشتې مخکې له دندې ګوښه شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.