Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وال سټریټ ژورنال: د بشارالاسد د کورنۍ غړي له سوریې وتلي

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳): د بشارالاسد دولت د مخالفینو له پرمختګ سره هم‌مهاله وال‌سټریټ ژورنال د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سوریې د ولسمشر د کورنۍ غړو دغه هېواد پرېیښی او روسیې ته تللي دي.

یادې رسنۍ نن (شنبه) راپور ورکړی چې تېره اونۍ د بشار اسد مېرمن او درې اولادونه د پلازمېنې په لور د «تحریر الشام ډلې» د ځواکونو له مخکې تګ څخه وروسته له دمشق څخه مسکو ته لاړل.

د سوریې امنیتي او عربي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د بشار اسد مېرمن اسما اسد او درې اولادونه روسیې ته تښتېدلي او د اسما اسد دوه وروڼه هم عربي متحده اماراتو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې تهران ته د بشار اسد د تېښتېدو په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي و چې سوري او ایراني چارواکو ناسم بللي وو.

ورته مهال، رویټرز راپور ورکړی چې د تحریر الشام ډلې ځواکونه نن سهار (شنبه، د لېندۍ ۱۷مه) درعا ښار ته ننوتلي او د سوریې ځواکونه د یوې هوکړې پر اساس له دغه ښار څخه وتلي دي.

درعا څلورم ښار دی چې د تحریر شام ډلې د ځواکونو لاس ته ورځي او دې ‌ډلې تر اوسه پر حلب، حما، حمص او درعا ښارونو تسلط پیدا کړی دی.

د تحریر الشام ډلې ځواکونو څو ورځې مخکې (د نومبر ۲۷مه) د سوریې په شمال‌ختیځ د ترکیې پولې ته نږدې یوناڅاپې او سخت برید وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې لکه حلب یې د دمشق حکومت له کنټرول څخه وویست.

د راپورونو له مخې، د بشارالاسد دولت د مخالفینو برید او سوریه کې جګړې په دغه هېواد کې د لسګونه کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي دي.

تحریر الشام د ابومحمد جولاني په مشري په ۲۰۱۶ کال کې د سوریې د کورنیو جګړو او د بشارالاسد دولت په وړاندې د پراخو مخالفتونو پر مهال تاسیس شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.