پلعلم (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر سیمهییز چارواکي وايي، د ازرې ولسوالۍ خلکو ته یې د لسو ورځو لپاره اجازه ورکړې چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي راټول او د پلور لپاره یې بازار ته وړاندې کړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو امر نصرالدین بهیج پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یوه پلاوي د سروې له مخې، د ازرې ولسوالۍ خلکو ته د لسو ورځو لپاره اجازه ورکړې شوې چې ۱۱ زره خرواره لرګي راټول او د خرڅلاو لپاره یې بازار ته وړاندې کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، یاد لرګي به یوازې پلعلم ښار ته د پلور لپاره وړاندې کېږي، څو په روان ژمي کې د خلکو اړتیاوې پوره شي.
بهیج وویل، په یادو لرګیو کې د ځنګلونو د نه پرې کولو کلک تضمین اخیستل شوی او که څوک سرغړونه وکړي قانون ته سپارل کېږي.
ورته مهال، د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي محمداکرام پژواک ته وویل، خوښ دی چې د ژمې په رارسېدو سره د لرګیو د لېږد او پلور اجازه ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، اوس مهال لوګر کې د سون لرګیو بیې له ۸ زرو تر ۱۴ زره افغانیو پورې رسېږي چې ډېر خلک یې د اخیستو توان نه لري.
ده وویل، که د ازرې دغه لرګي را ورسېږي نو نرخونه به ورسره تر ډېره کنټرول شي.
د یادونې ده، د حکومت له لوري په ټول افغانستان کې د ځنګلونو پر وهلو او د لرګیو پر انتقال کلک بندیز لګول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP