Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزې‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت د مرکز او درېیو ولسوالیو د ۴۰ اس‌لرونکو ترمنځ د نیزې‌وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په توت سیمه کې د مرکز، اندړو، ګیرو او ده یک ولسوالیو د لسو لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

ده وویل چې د یادو سیالیو په پایله کې د شهید احمدخان لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، د فتح‌محمد شلګروال لوبډلې دویم او د محمدانور اندړ لوبډلې درېیم ځایونه خپل کړل.

نوموړي وویل چې دغه سیالۍ دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه جوړې کړې وې..

بل لور ته، ورزشکاران هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

یوه لوبغاړي عبدالباقي پژواک ته وویل چې دغه لوبه دوی ته له پلرونو په میراث پاتې ده او د پراختیا غوښتنه یې کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې په ملي او نړۍواله کچه دې دوی ته د سیالیو زمینه برابره شي.

د یادونې ده،  نېزه وهنه د افغانستان له دودیزو لوبو ده چې د غزني ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.