Language

هلمند کې څه‌ باندې ۵۵ زره کروندګرو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي

لښکرګاه (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د نړۍوال بانک او د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته ۱۸ ولسوالیو کې څه باندي ۵۵ زره کروندګرو ته د مسلکي کرنې برخه کې روزنه ورکول کېږي .

د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ مدیر قاري محمدشفیق مبین پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په ۱۸ ولسوالیو کې د نړۍوال بانک او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي او د پوهې کچي لوړولو (جک) موسسې په تخنیکي همکارۍ څه باندې ۵۵ زره کروندګرو ته د مسلکي کرنې په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

هغه وویل: «۵۵ زره او سل بزګرانو ته چې اصلاح شوي تخمونه ورکول شوي، اوس د دویم ځل لپاره د یادو موسسو له خوا د عصري او مسلکي کرنې اړوند روزنه هم ورکول کېږي چې اوس په ځینو ولسوالیو کې پیل شوې هم ده.»

ورته مهال، د کرنیزو چارو کارپوهان وايي، هلمند یو کرنیز ولایت دی او د کروندګرو لپاره به یې دغه ډول روزنیز پروګرامونه ډېر ګټور تمام شي.

هغوی وايي، له دې سره به دغه ولایت کې کرنه معیاري او د کروندګرو اقتصاد به ورسره پیاوړی شي .

د کرنیزو چارو کارپوه محب‌الله انیس په دې اړه وویل: «د عصري کرنې یوه مهمه برخه د کرنیزو ناروغیو کنټرول، د کیمیاوي سرو او اصلاح شوو تخمونو مناسبه کارونه ده، په افغانستان کې د عصري کرنې د پرمختګ لپاره د بزګرانو روزنه، له ماشینونو ګټه اخیستل، د اوبو سیسټمونه ښه کول او د کرنیزو اسانتیاوو برابرول اړین دي چې د هېواد کرنیز سکټور به ورسره پر ځان بسیا شي.«

دغه راز هغه کروندګر چې په دغه پروګرام کې شامل دي او روزنه ورکول کېږي، خوښ دي او په راتلونکي کې یې د لا پراختیا غوښتنه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.