کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له ترکمنستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت دغه خبر تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي ريیس عبدالباري عمر او ورسره مل پلاوي ترکمنستان هېواد ته په خپل سفر کې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه تړون پر بنسټ به په څلورو مسیرونو (اندخوی، اقینې، بادغیس او تورغونډۍ ـ هرات) کې له ترکمنستانه افغانستان ته برېښنا وارد شي.
دا چې ترکمنستان افغانستان ته د یاد تړون له مخې څومره برېښنا ورکوي، په اړه یې سرچینې معلومات نه دي ورکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت د روانې لېندۍ میاشتې په پنځه له تاجکستان سره هم د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP