Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاپیسا کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي چې کاپیسا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پر پنځو کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.

سترې محکمې نن (شنبه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د کاپیسا د مرافعې محکمې د جزا دیوان د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون پر پنځه کسانو چې پر زنا او لواطت تورن وو، په عام محضر کې د تعزیري سزا حکم پلی شو.

د خبرپاڼې له مخې، درې تورن کسان پر یو کال او شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۸ درو، څلورم تورن کس پر یو کال تنفیذي بند او ۲۰ درو او پنځم تورن کس پر دوه کاله تنفیذي بند او ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم شوي وو.

سترې محکمې زیاته کړې، د یاد حکم د پلي کېدو پر مهال د مرافعې محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن حقاني، د ښاري محکمې رییس مفتي عبدالرووف سعادت، د مقام ولایت، استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ استازو او ګڼ شمېر خلکو شتون درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.