کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک موندنې له عیني واقعیتونو لرې بللې او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.
نړۍوال بانک په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد سره له دې چې په منځنۍ کچه وده لري خو لا هم د مالي محدودیتونو، سوداګریزې ناانډلۍ او د عمومي پانګونو د محدودو ظرفیتونو په ګډون له ګڼو جدي ننګونو سره مخ دی.
د دغه بانک په راپور کې راغلي چې د کورني ناخالص تولید د منځنۍ ودې کچه ۲ اعشاریه ۷ سلنه ده خو بیا هم په یاد راپور کې دغه وده ډاډمنه نه ده بلل شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک له لوري د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې راپور خپور شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، په دغه راپور کې نړۍوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه خپلې موندنې شریکې کړې دي چې ډېرې یې له عیني واقعیتونو لرې دي.
د خبرپاڼې په حواله، د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د اقتصادي وضعیت په تړاو منعکس شوې موندنې ردوي.
خبرپاڼه کې دغه راز لیکلي شوي، سره له دې چې په نشر شوي راپور کې د کورني ناخالص تولید ودې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت او صادراتو کچې ثابت پاتې کېدو، د کورنیو عوایدو د ټاکل شوي هدف ترلاسه کېدو، د خوراکي توکو بیو ټیټېدو او د کورني صنعت او بانکي سکټور کې شوي پرمختګ ته اشاره شوې خو په یادو برخو کې وړاندې شوې د ودې سلنه او پرمختګونه تر دې هم لوړ او زیات دي.
د خبرپاڼې په حواله، په راپور کې راغلي چې د بېکارۍ کچه لوړه، د زېربنایي پروژو نه پیل او د پانګونې کچه محدوده ده خو د اسلامي امارت په راتګ سره په بېلابېلو سکټورونو کې د بېلابېلو لکه قوشتېپې ملي کانال، ټاپي، لویو لارو او بندونو، اوسپنې پټلۍ او برېښنا د تولید پروژو پیل د بېلګې په ډول یادولی شو.
خبرپاڼه کې راغلي، یوازې د ستر مقیاس کانونو برخه کې شاوخوا ۴۱۵ میلیارده افغانۍ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه او په نورو برخو کې هم ورته پانګونې جذب شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغانستان سره مثبت تعامل ته مخه کړي، له دې سره به افغانستان په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP