کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل کې د نهو ولایتونو د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د هاکي ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي اتم پړاو سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې د کابل، بامیان، پکتیا، پکتیکا، خوست، فاریاب، ننګرهار، نورستان او هرات ولایتونو دوه سوه لوبغاړو ګډون کړی دی.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او د ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، د کال په پیل کې فدراسیونونو پلان درلود چې د ملي لوبډلو لپاره د لوبغاړو ټاکنیزې سیالۍ ترسره کړي چې تر ډېره دغه پلان عملي شوی او سیالۍ یې ترسره کړې دي.
هغه زیاته کړه، هاکي نړۍواله لوبه ده او دوی هڅه کوي چې دې لوبې ته په هېواد کې پراختیا ورکړي.
وثیق هیله څرګنده کړه چې د هاکي ملي لوبغاړي به یوه ورځ له هېواده بهر په نړۍوالو سیالیو کې وویني.
ورته مهال، د هاکي ملي لوبډلې روزنکي محمدزمان ساپي وویل، د هاکي اتم پړاو ټاکنیزو سیالیو کې له نهو ولایتونو ۲۰۰ لوبغاړو ګډون کړی چې شپږ ورځې به دوام ولري.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، دغه سیالۍ ملي او د ځوانانو لوبډلو ته د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د لویانو او ځوانانو په سني کټګوریو کې ترسره کېږي چې د سیالیو په پای کې به ۲۲ لوبغاړي ملي او ۲۲ لوبغاړي به هم د ځوانانو لوبډلو ته انتخاب شي.
دغه راز، د یادو سیالیو یوه ګډونوال رحیم غمزده چې د کابل لوبډلې لپاره لوبېږي، وویل، نهه کاله کېږي چې د هاکي لوبه ترسره کوي او زیاته یې کړه چې دغو سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هیله لري چې ښې لوبې به ترسره کړي او د ملي لوبډلې لپاره به غوره شي.
هغه وایي، دوی د هاکي لوبې لپاره معیاري لوبغالي نه لري او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.
محمدعلي انوري چې په دغو سیالیو کې د بامیان لوبډلې لپاره لوبېږي وویل، دغه لوبې د دوی او نوو ځوانانو لپاره ډېرې مهمې دي.
هغه زیاته کړه، د یادو سیالیو لپاره یې چمتووالی نیولی او هیله لري چې ښه نتیجه به ترلاسه کړي.
هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښتنه وکړه چې د هاکې له لوبغاړو ملاتړ وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP