کندوز (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د کندوز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کندوز د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست ویاند حامدخان مهمند وایي چې د اوبو رسونې دا شبکه د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په همغږۍ د ډاکار موسسې له خوا په اساسي ډول جوړه شوې ده.
هغه وایي: «د اوبو رسونې دا شبکه د ۹۰ زره ډالرو په لګښت د امام صاحب ولسوالۍ په سید احمدشاه اغا کلي کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.»
مهمند وایي چې دې پروژه کې د اوبو کانکرېټي ذخیرې جوړول، کور په کور ۱۰۴ شیردهنونو نصبول، د سولر نصبول، ۷۰ متره یوه څاه او ۱۳۴۰۰ متره پايپغځونه شامل دي.
بلخوا، د امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د اوبو رسونې د دغې شبکې جوړېدل د څښاک اوبو د ستونزو د حل لپاره مهمه بولي.
په دې اړه د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد یار وایي: «ډېر خوشحال یم چې دا شبکه جوړه شوه، مخکې مو ستونزې ډېرې وې، له کومو اوبو مو چې استفاده کوله صحي نه وې، الحمدلله اوس زموږ ستونزې حل شوې.»
د امام صاحب یو بل اوسېدونکی عبدالله وایي: «له اسلامي امارته مننه کوو چې زموږ ستونزو ته یې رسېدنه وکړه، له کومو اوبو مو چې مخکې استفاده کوله، زموږ ماشومان یې ناروغه کول، اوس ډېر خوشحاله یم.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ډاکار موسسې د کندوز په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو رسونې شبکو په جوړېدو سره د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخه کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP