کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګونو لویه لار نن سهار لس بجې له شمال څخه سوېل ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه ۹:۱۰ د واورې ورېدو، دوامداره توپان او د لید ساحې کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
سرچینه کاږي، د سالنګ لویې لارې ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په دوامداره هڅو نن سهار لس بجې دغه لار له شماله سوېل لور ته د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیستل شوه.
د حقشناس په خبره، د ورځې په جریان کې به وسایطو ته له سوېل څخه شمال لور ته هم د تګ اجازه ورکړل شي.
نوموړي ویلي، دا مهال په سالنګونو کې واوره درېدلې خو توپان لا هم شته.
دی زیاتوي، د واورې ضخامت په بېلابېلو سيمو کې توپير لري چې له شپږ تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسېږي او د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي په واورينو برخو کې د خاورې او مالګې پر شیندلو بوخت دي.
د ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتي چې پر ياده لار د سفر پر مهال دې د وسایطو لپاره چین (ځنځیر) ژمنۍ جامې او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین دې مراعات کړي، له بشپړ احتیاطه دې کار واخلي او د سالنګونو د موظفینو لارښوونو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP