کابل (پژواک، ۱۸ قوس ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه له اوکراین سره د مهماتو او بېپېلوټه الوتکو پېرلو لپاره د ۹۸۸ میلیون ډالرو مرسته کوي.
رويټرز خبري اژانس نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې دغه مرسته به اوکراین ته د ورکول کېدونکو ۲،۲۱ میلیارد ډالرو کچه نږدې نیمايي ته راکښته کړي؛ ځکه د جو بایډن دولت ژمن دی چې د امریکا د تسلیحاتي ذخیرو پر ځان له بل ځایه وسلې وپېري.
ورته مهال، دغه مرسته د روسي ځواکونو پر وړاندې د اوکراین د دوامدارې مبارزې په موخه ترسره کېږي.
د امریکا دفاع وزارت په خبره، د اوکراین لپاره د دغه هېواد امنیتي بودجه به د مهماتو او دغه راز د الوتکو او د هغو د پرزو پېرلو لپاره ځانګړې شي.
د مرستې یاده کڅوړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د امریکا متحده ایالتونو سیاستوالو د کلیفورنیا په ریګان کې د ملي دفاع په کلنۍ ناسته کې سره ولیدل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP