ترینکوټ (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وایي، نن سهار نهه بجې د خاص اروزګان ولسوالۍ په شیني سیمه کې یو ټیوټا بایفور موټر چپه شوی چې له امله یې درې کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: «یو بایفور موټر له سړکه اوښتی او ۱۲ کسانو ته پهکې مرګژوبله اوښتې ده.»
د نوموړي په خبره، مړه شوي کسان ټول نارینه دي.
د هغه د معلوماتو لهمخې، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې په موخه نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP