Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې لېوانو د یوه کس ۱۹ پسونه وژلي

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې لېوانو د یوه کس ۱۹ پسونه وژلي او ګڼ شمېر نور یې داړلي دي.

د میدان‌وردګو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په باغک کلي لېوان د یوه کس کور ته ور اوښتي، ۱۹ پسونه یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې شدید ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، لېوانو دغه کس ته څلور سوه زره افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

د هغه په وینا چې د یادې پېښې راپور به له مرکزي ادارې سره شریک کړي څو له هدایت سره سم رسېدنه ورته وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکې هم د میدان‌وردګو د دایمیرداد ولسوالۍ په صدوخېلو کلي کې وحشي لېوانو د یوه کس ګڼ پسونه وژلي او ټپیان کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.