غزني (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): سېمهییز چارواکي وایي، په فراه ولایت کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو دغه شبکه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په مالي ملاتړ د غزني ښار په خُرمالق سیمه کې جوړه شوې ده.
سرچېنې لیکلي چې دغه د څلورو میاشتو په موده کې جوړه شوې او شپږ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده شبکه ۴۰ متره مکعبه اوبو په ځايولو سره د دې کلي ۴۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه ورکوي.
د یادې سیمې یو اوسیدونکی عبدالله وایي، خوښ دی چې د اوبو دغه شبکه جوړه شوې خو دا چې دغه سیمه ډېر نفوس لري نو اړتیا لېدلدکیږي ترڅو د اوبو نورې شبکې هم ورته جوړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP