Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فوټبال اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ؛ افغان لوبډله له پاکستان، میانمار او سوریې سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې په مقدماتي سیالیو کې له پاکستان، میانمار او سوریي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن ویلي، د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو ته د لاموندنې د مقدماتي سیالیو پچه‌اچونه ترسره شوه چې افغان لوبډله په E ګروپ کې د پاکستان، میانمار او سوریې له لوبډلو سره یوځای شوه.

سرچینې زیاته کړې، د اسیا جام ته د لارموندنې مقدماتي سیالۍ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۵مه پیلېږي چې افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له میانمار سره وکړي.

د یادونې ده، د فوټبال اسیا جام سیالۍ په ۲۰۲۷ کال کې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.