Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د نږدې ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

سعداباد (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمېشنرۍ په مالي مرسته یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

نن د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یوه ۳۰ بستریز روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې چې په یوه کال کې به بشپړې شي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص په همدې موخه د جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، څوکۍ ولسوالي کې د روغتون دغه ودانۍ به ۳۱ بېلابېلې خونې او ګڼې اړینې اسانتیاوې ولري.

هغه وویل: «زموږ په وړاندیز د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ۲۸.۶ میلیون افغانیو په لګښت د څوکۍ په ولسوالۍ کې په یوه جریب ځمکه کې د ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دې سیمې او شاوخوا ولسوالیو د خلکو ستونزو هوارې شي.»

هغه وویل، هڅه کوي چې د کوڼړ ټولو ولسوالیو کې خلکو ته بشپړ معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

ورته مهال، د سیمې اوسېدونکي یاد روغتون ته د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او له حکومت او مرستندویه ادارو د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

د څوکۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او قومي مشر محمدهاشم وویل، خوشاله دی چې په سیمه کې یې د روغتون لپاره ودانۍ جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د روغتون پخوانۍ ودانۍ د خرابوالي او کوچنیوالي له امله د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کړې وې او هیله لري چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به یې دغه ستونزې حل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.