Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا او قطر په افغانستان کې د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د متحده ایالتونو نړۍوالې پراختیايي ادارې  (USAID)او د قطر د ټولو لپاره د زده‌کړو بنسټ (EAA) په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

ګلف ټایمز نن (دوشنبه، د لېندۍ ۱۹مه) د دوحې د کلنۍ ناستې په څنډه کې د یاد هوکړه‌لیک له لاسلیکېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې یاده اندازه پیسې به په افغانستان کې لومړنیو او لوړو زده‌کړو ته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لاسرسي ډېرېدو په موخه ولګول شي.

د راپور له مخې، یاده مالي مرسته له زده‌کړو بې برخو ۱۰۰ زرو ماشومانو د نوملیکنې او د افغان محصلینو لپاره د دوه زره تحصیلي بورسیو برابرولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

قطر او امریکا ژمنه کړې چې په افغانستان کې د زده‌کړو د کیفیت د لا ښه والي لپاره به هڅه وکړي او زیاته کړې یې ده چې زده‌کړې د ټولو انساني ټولنو اساسي حق دی.

د قطر هېواد د ټولو لپاره د زړه کړو د بنسټ عامل مدیر محمد الکوبیسي ویلي چې زده کړې د ټولنو د ځان بسیاینې او پیاوړتیا لپاره لازمې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې مدیر جویل سندفور ټینګار کړی چې دغه بنسټ د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو برخه کې خپلو هڅو ته ژمن دی.

دواړو هېوادونو څرګنده کړې چې د هغوی مشارکت د افغانستان د زده‌کړو سکټور د پیاوړتیا لپاره د همکاریو پر ښه کېدو متمرکز دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.