Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نیمروز او سپین‌بولدک ګمرکونو کې د ارشیفونو جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وايي، د نیمروز او سپین‌بولدک ګمرکونو کې د ۱۹،۲ میلیون افغانیو په لګښت د ارشیفونو جوړولو چارې پیل شوې.

مالیې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادو ارشیفونو لګښت د دغه وزارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي او د جوړولو چارې به یې تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړې شي.

سرچینې زیاته کړې، د دغو ارشیفونو په جوړېدو سره به د ګمرکي سندونو خوندي ساتلو برخه کې ګڼي اسانتیاوې رامنځته شي.

د مالیې وزارت په حواله، د دغه وزارت له لوري د هېواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او په هېواد کي د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼي ګمرکي پروژې پلې شوې او یو شمېر یې د پلې کېدو په حال کي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.