مهترلام (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ دوو کورنيو ترمنځ شل کلنه دښمني د قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځکړیتوب حل او فصل شوه.
مسوولین وایي، له نن څخه ۲۰ کاله وړاندې د نجیبالله او ظفرخان کورنیو تر لفظي شخړې وروسته یو پر بل باندې ید ټوپک ډزې کړې وېچې له امله یې د ظفرخان پلار په کې ووژل شو.
د الینګار ولسوالۍ قومي مشر او د قرغیو ولسوال قاري ذاهد الله فاتح وایي چې د دوی او علماو په منځګړیتوب نن د یادو دوو د کورنیو ترمنځ دښمني په دوستۍ سره بدله کړې.
ظفرخان چې په یاده دښمنۍ کې یې پلار وژل شوي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په مکرر ډول سره قومي مشرانو وهڅولم ترڅو خپلېدښمنۍ ته د پای ټکی کېږدم، ما د الله تعالی د رضا په خاطر ورته بښنه وکړه.»
دغه راز نجیبالله بیا وایي، په یاده موده کې ورته ډیر مادی او معنوي زیان اوښتی او له خلکو یې وغوښتل چې د ورورۍ په فضا کې ژوندوکړي.
نجیب الله بیا وایي، چې په یاده شل کلنه دښمنۍ کې ورته معنوي او مادي زیان اوښتی، تر ۲۰ کلن ځنډ وروسته نن خپل کور کلي تهراغلی، له عامو خلکو غوښتنه کوي چې د ورورۍ په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
د یادونې وړ دی چې په تېر یوه کال کې د الینګار ولسوالۍ کې د ۱۰ دښمنو کورنیو ترمنځ روغې جوړې شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP