Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند او اروزګان کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې شوې

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) په مالي ملاتړ د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه شوه.

هغه وویل چې په دغه شبکه ۴.۲ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او لسګونه کورنۍ ته به ترې ګټه واخلي.

دغه راز د اروزګان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالی حبیبي وایي چې د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه وویل چې یاده شبکه څلور میلیون افغانۍ لګښت راغلی او ۲۳۰ کورنۍ ته به یې له اوبو ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.