Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروپایي ټولنې شورا له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.

د اروپایي ټولنې شورا پرون (دوشنبه) د یوې بیانیې په خپرولو لیکلي چې اوکراین به ډېر ژر دغه مرسته ترلاسه کړي.

په بیانیه کې راغلي، یادې پیسې په اوکراین کې د اروپایي ټولنې د مرستو یوه برخه ده چې د دغه هېواد له اقتصاد سره به مرسته وکړي څو له روسیې سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

راپور کې راغلي چې د اروپایي ټولنې شورا په اوکراین کې د سختو مالي شرایطو په پام کې نیولو سره د یادې مرستې د ژر تر ژره ځانګړې کېدو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د یک‌شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالتونو اعلان کړی و چې د توغنديو او بې پېلوټو الوتکو په ګډون د مرستې ۹۹۸ میلیون ډالري کڅوړه اوکراین ته چمتو کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.