Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د دوو کلیو اوسېدونکو ترمنځ درې کلنه شخړه پای ته ورسېده

فیض‌اباد (پژواک،۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د کوف‌اب ولسوالۍ د «غزون» او «دراج» سیمو اوسېدونکو ترمنځ درې کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجینیر ذبیح‌الله امیري وايي، یاده شخړه چې له درېیو کلونو راهیسې د کوف‌اب ولسوالۍ د «غزون او دراج» سیمو اوسېدونکو ترمنځ روانه وه، د ځايي مسوولینو، مخورو او د دغه ولایت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمېسیون د مسوول ملا جمعه‌خان د هڅو په پایله کې نن سهار د یوې ناستې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې وروسته له دې به د وروڼو په څېر ژوند کوي او د سیمې په ابادۍ به فعاله ونډه واخلي.

هغه د یادې شخړې لامل په اړوندو کلیو کې د څرځایونو پر سر اختلاف وښود او وايي، کله کله به یې ترمنځ فزیکي شخړې هم کېدې.

هغه زیاتوي، خپله خلک له شخړې په تنګ وو او د سولې غوښتونکي وو چې په پایله کې مسوولینو ګام پورته کړ، د مخورو، دیني عالمانو او ځايي مسوولینو په شتون کې یې یو بل په غېږ کې ونیول او سوله یې وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.