Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مرکز کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه وویل چې د ښار څلورمې ناحیې اړوند د قلعه‌نو خواجه روشنایي سیمه کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د یوه سړک د کانکرېټ چارې پيل شوې.

هغه زیاته کړه چې دغه سړک د درېيو میاشتو په موده د اته میلیون افغانیو په لګښت کانکرېټ کېږي او لګښت یې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، د دغه سړک جوړېدو پر مهال به هره ورځ لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بل لور ته، د سیمې اوسېدونکي هم د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د قلعه‌نو خواجه روشنایي یوه قومي مشر لطف احمد پژواک ته وویل چې دغه سړک تر اوسه خام و او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړه چې دغه سړک د غزني له مهمو سړکونو دی او نن یې د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې.

د نوموړي په خبره چې پر دغه سړک هره ورځ سلګونه کسان او موټر تګ راتګ کوي، باید د جوړولو لپاره یې مخکې اقدام شوی وای.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د نړۍوال بانک په مالي مرسته د غزني ښار په اړوندو سیمو کې د څلورو نورو سړکونو جوړولو چارې هم پيل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.