فراه ښار (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳): د فراه ولایت د بکواه یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ عمومي سړک ویجاړ شوی چې له امله یې د یوه ساعت مزل په څو ساعتونو کې کوي.
هغوی ټینګار کوي چې حکومت باید هر څو ژر د دې ولسوالۍ عمومي سړک جوړ او د خلکو دغه ستونزه حل کړي.
د بکواه یوه اوسېدونکي عبدالغني پژواک ته وویل چې له دې ولسوالۍ د فراه تر مرکزه په موټر کې یو ساعت لار ده.
خو دی وایي: «دا چې سړک خراب دی نو موږ دا یو ساعت لار په څلورو ساعتونو کې وهو او کله چې مریضان ولرو نو بیا ډېره سخته وي.»
دغه راز، د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي ناصر پژواک ته وویل چې د دغه سړک ډېر پلګوټي بارانونو او سېلابونو خراب کړي دي.
هغه وايي کله چې باران وشي او یا هم سېلاب راشي خلک په ساعتونو منتظر وي څو لار خلاصه شي.
دی زیاتوي: «کله دا لار دومره بنده شي چې موږ مجبور یو د هرات کندهار له لارې اول فراهرود ولسوالۍ، له هغه ځایه بالابلوک ولسوالۍ او بیا فراه ښار ته ځان ورسوو.»
د همدې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، که دغه سړک جوړ شي نو د نیمروز ولایت دلارام او د فراه ولایت ګلستان ولسوالیو ته به هم لارې ډېرې لنډې شي.
بل لور ته، مسوولین بیا پر یاد سړک د جغل اچولو ډاډ ورکوي.
د فراه د ټولګټو چارو رییس مولوي محمد ولي ادریس وویل چې د دغه سړک د جغلاچونې لپاره یې پلان نیولی خو زیاتوي چې د قیر کولو لپاره یې اوس امکانات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت د ۱۱ ولسوالیو له ډلې یوازې د دوو ولسوالیو بالابلوک او فراهرود سړکونه ځکه پاخه دي چې د کندهار – هرات د عمومي سړک په اوږدو کې پرتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP