Language

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

کابل (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د دغه سازمان امنیت شورا سبا (پنج‌شنبه) د افغانستان په اړه ناسته ترسره کوي.

يوناما نن (چهارشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت تشریح کړي.

سرچینې زیاته کړې، یاده ناسته به سبا د افغانستان پر وخت ۷:۳۰ بجې پیل شي.

د روان کال د لېندۍ په ۱۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې اعلامیې له لارې د یادې ناستې په اړه خبر ورکړی و.

د یادې اعلامیې له مخې، دې ناسته کې به روزا اوتونبایوا، د افغانستان د تحریمونو کمېټې د رییسې په توګه د اکوادور سفیره اندرس مونتالوو سوسا او د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر یو چارواکی بیانیه ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.