Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳) : د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کسخپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان دي.

د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده ترافیکي پېښه نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د کابل ــ جلال اباد په لویه لار د عزیزخان کڅ سیمه کې د یوې کرولا او الټو موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ده زیاته کړه، په دغه پېښه کې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان دي.

یوسفزی وایي، د پېښې ټپیان د ښې درملنې په موخه ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.