جلالاباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې یوې ښځې د خپل زوی په همکارۍ خپله نګور وژلې او بیا یې د هغې مړی سوځولی دی.
مسوولین هم تاییدوي چې دغه مېرمن وهل او زندۍ شوې او بیا يې جسد هم سوځول شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند سيدطیب حماد د لېندۍ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو د جلالاباد ښار د اتمې ناحیې په قلعه خيالي سيمه کې د يوې مېرمنې د قتل په تور دوه کسان نيولي دي.
هغه زیاته کړه، نيول شوي کسان د وژل شوې مېرمنې لېور او خواښې دي چې دواړو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
بلخوا، د امنيې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې يوه ويډيو کې د اسماعيل په نوم کس اعتراف کوي چې خپله ورېندار يې له وهل وروسته زندۍ کړې او بیا يې د مور له لوري جسد سوځول شوی دی.
هغه وايي: «د جمعې په ورځ مو خپله ورېندار ووهله او ومو وژله، بیا د شنبې په سهار مې مور ورته اور واچاوه، قاتلین مې مور او زه دواړه يو.»
مسوولین وايي، دغه کسان تېره ورځ نيول شوي چې قضیه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته د څېړنې او وروستيو اجرااتو په موخه لېږل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP