Language

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ لېندۍ  ۱۴۰۳): د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون شپږ کسان مړه شوي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د باباجي ولسوالۍ اړوند سپین مسجد سیمه کې شوې ده.

هغه وویل: «يو عراده فيلډر موټر کي چې دوه نارينه، دوه ماشومان او دوې ښځې پکې سپرې وې، د موټروان د بې‌احتياطۍ له امله بغرا ویالې ته لوېدلی، متأسفانه چي په موټر کي ناستو کسانانو ټولو خپل ژوند د لاسه ورکړ.»

دی وایي چې امنیتي ځواکونه سیمي ته رسیدلي څو موټر له اوبو څخه را وباسي.