Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چارو اداره: هېواد کې د ناسمو دودونو مخنیوي په موخه کړنلاره تصویب شوه

کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د چارو اداره وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم یې په هېواد کې د ناسمو دودونو د مخنیوي او اصلاح په موخه یوه کړنلاره تصویب کړې او هیله یې څرګنده کړې چې په پلې کېدو سره به یې په ټولنه کې اصلاح رامنځته شي.

د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۷۵/۲۷۰۸ ګڼې حکم لومړۍ پرېکړې له مخې، د چارو ادارې ریيس مولوي نورالحق انور په مشرۍ د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکاياتو اورېدو، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، لوړو زده‌کړو او د اطلاعات او فرهنګ وزارتونو، سترې محکمې او دارالافتاء عمومي رياستونو او د علماوو شوراګانو او د مرکزي او فقهي مجالسو د استازو په ګډون ګډ پلاوي ترمنځ د بدو رواجونو د مخنيوي په موخه غونډه وشوه.

سرچینې لیکلي، په غونډه کې د هغو ناسمو رواجونو او له اسراف ډکو رسمونو په اړه بحث وشو او تثبیت شول چې په افغاني ټولنه کې دود دي، له اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي او له کلونو راهيسې د افغانستان په زياتو سيمو کې يې خلک له بدو اقتصادي، اخلاقي او ټولنيزو عواقبو څخه کړېږي او خلک نه شي کولای چې د اړونده امارتي ادارو، علماوو او متنفذينو له ګډ اقدام پرته په اسانه له دې ستونزو ځانونه خلاص کړي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د چارو ادارې لیکلي، ياد پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له هدایاتو سره سم د بدو رواجونو او له اسراف د ډکو رسمونو مخنيوي او اصلاح په موخه کړنلاره ترتيب او تصويب کړه او هيله يې څرګنده کړه چې له منظورۍ وروسته به دا د هېواد په کچه ګټور اقدام وي او د ستاينې وړ ارزښتناکې پايلې به ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.