Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر سره په ليدنه کې هېواد کې د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت ورسوي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې له مشر ډاکټر تاج‌الدین اوېلا او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو د خدماتو ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، جلالي د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري له وړاندې کېدونکو خدماتو څخه پر ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار وکړ او د یونیسف ادارې له مسولینو یې وغوښتل، چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.