Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، لېندۍ ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، خوست، هلمند او پکتیا ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د ګردېز - خوست تر پر عمومي لار د سټوکنډو په سیمه کې دوو ویډز ډوله موټرو ټکر کړی دی

ده وویل، په دغه پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان دي.

دغه راز د هلمند د والي ویاند قاسم ریاض وایي، د نيمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د باروړونکي او پريمو موټر ترمنځ  ټکر شوی چېله امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، د خوست امنيه قوماندانۍ وياند طاهر احرار وایي چې د دغه ولایت د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوهسړکه ښارګوټي کې هینو او کرولا موټر ټکر کړی چې له امله یې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.