کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ترمنځ د نږدې اووه سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد هوکړهلیک چې ۶۹۸ زره او ۵۴۷ امریکایي ډالر ارزښت لري، تېره ورځ په کابل کې لاسلیک شو.
سرچینې لیکلي، د دې هوکړې له مخې به د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په پروان پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې د ۱۶۳۰ مستحقو کورنیو سروې کوي او وروسته به ورسره نغدي او د کمپلو مرسته کوي.
د یادونې ده، یادې ادارې درې ورځې مخکې هم له یوې نړۍوالې موسسې سره د درې میلیون او ۴۴۱ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په لغمان او کونړ ولایتونو کې د ۶۰ کوچنیو بنسټيزو پروژو پلې کولو هوکړهليک لاسلیک کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP