Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان او لغمان کې له څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په بغلان کې له ۱۱۵ یتیمانو او لغمان کې له څه باندې سلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د بغلان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس قاري نصرت‌الله پارسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه ترکي خیره بنسټ په دغه ولایت کې له ۱۱۵ یتیمانو سره نغدي مرسته وکړه.

هغه وویل چې یادو ماشومانو ته دوه میلیونه او ۲۵۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.

دغه‌راز د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام رحمن وایي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او الینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۲ اړمنو کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو ایجادولو په موخه نغدې مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو دعالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ شوې او هرې کورنۍ ته شاوخوا ۶۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.