Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): په کابل کې د جاپان سفارت وایي، هېواد یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره ۲۷.۵ میلیون امریکایي ډالر بشردوستانه مرسته کوِي.

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «په خوښۍ سره اعلان کوو چې جاپان دولت د افغانستان لپاره د ۲۷.۵ ملیون ډالرو اضافي مرستې پریکړه کړې چې دواړه بشردوستانه او لومړني بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندی راولي.»

یاد سفارت هیله څرګند کړې چې دا مرستې به د اړمنو کورنیو په ژوند کې بدلون راولي.

سرچينې زیاته کړې چې یاده مرسته به د ملګرو ملتونو ادارو، نړۍوالو سازمانونو او د جاپان د نادولتي موسسو له لارې وکړي.

د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهېسې له افغانستان سره د جاپان ټولټال مرسته شاوخوا ۵۰۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.