Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې یو استنادي دېوال او لوګر کې یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

جلال‌اباد – پل‌علم (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو استنادي دېوال او یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پله ته څېرمه دغه استنادي دېوال چې ۶۷۳ متره اوږدوالی لري، د یو اېن هبیتات موسسې له لوري جوړ شوی دی.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزیزالله مصطفی وويل، د دغه دېوال په جوړېدو سره ګڼې کورنۍ د سیند اوبو له ګواښه خوندې شوې.

د نوموړي په وينا، د ننګرهار ولايتي ادارې څه موده وړاندې دا ستونزه له يو اېن هبیتات (د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې) ادارې سره شریکه کړه چې هغې پرې کار پيل کړ او نن يې چارې بشپړې شوې.

د مرستيال والي په خبره، دغه استنادي دېوال په بېلابېلو ځايونو کې له ۴.۵ څخه تر ۹ متره پورې لوړوالی او ۱۹زره او ۱۹۸  مترمکعب د مخنیوي وړتیا لري چې د استحکام لپاره ورته ۱۰ زره او ۲۱۲ مترمکعب کیندنه شوې او ۷۹۸۵ مترمکعب يې ډک شوی دی.

هغه زیاته کړه، پر دغه استنادي دېوال باندې  ۲۸۳ زره او ۶۴۹ امریکايي ډالر لګښت راغلی چې ټولټال ۶۷۳ متره اوږدوالی لري.

په هېواد کې د يو اېن هبيتيات ادارې عمومي رييسې سټيفني لوس وويل، له شاوخوا ۲۱ کلونو راهیسې په ننګرهار کې د بيارغونې په برخه کې کار کوي او له ولايتي ادارې يې مننه وکړه چې دوی سره د چارو په تر سره کولو کې ښه همغږي او همکاري لري.

نوموړې د استنادي دېوال پر اهميت خبرې وکړې او ډاډ يې وښود چې په راتلونکي کې به په نورو برخو کې هم پروژې پلې کړي.

د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رييس سيد فضل‌احد پاچا د سيند حريم په پياوړي کېدو او له ګواښه يې د ښار خونديتوب په اړه په دې پروژه کې د خپلې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او په راتلونکي کې يې د سيندونو په اوږدو کې د نورو اړينو پروژو په پلې کېدو کې هم د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

دغه راز د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د امیداباد سيمې يو اوسېدونکی رحمان‌الله وايي، څه موده وړاندې د دوی سيمه کې د کابل سیند اوبه ډېرې شوې چې دغه ټول کلی له اوبو ډک شو او خلک د ښاروالۍ او نورو مرستندويه ادارو په همکارۍ له کلي ووتل.

دی وايي، د دغه دېوال په جوړېدو سره ډېرې سيمې د سيند له ګواښه وژغول شوې.

د يادولو ده، د کابل سيند چې د جلال‌اباد ښار په څنډه کې تېر شوی، خلکو د سيند حریم په ځينو برخو کې کورونه جوړ کړي چې د سيند اوبو ډېرېدو پر مهال له ګواښ سره مخ کېږي.

د یو بل خبر له مخې، لوګر کې د خضر کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د لوګر سيندیزې حوزې رییس مولوي محمداسماعیل اخندازه په پل‌علم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه کانال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې په پاخه او اساسي ډول بیارغول شوی چې د ۶۰۰ جریب ځمکې خړوبولو وړتیا لري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد کانال له بیارغونې وروسته د اوبو د ضایعاتو مخه په بشپړه توګه نیول شوې او هڅه روانه ده چې ورته کانالونه د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم جوړ شي.

د مرکز پل‌علم یوه کروندګر سیداجان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د خضر کانال په پاخه او اساسي ډول بیاورغول شو.

نوموړی ټینګار کوي چې د مرکز پل‌علم ښار سربېره دې په ولسوالیو کې هم د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ورته کانالونو بیارغونه ترسره شي.

د یادونې وړ ده، تېره میاشت هم په لوګر کې د یونسکو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د نهو کارېزونو او کانالونو بیارغونې چارې پيل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.