کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وایي چې د ۸۴۰ میلیونه او ۶۵۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه یې سوځولي دي.
د افغانستان بانک خبرپاڼې له مخې، دغه بانکنوټونه د افغانستان بانک قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو پر بنسټ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته له مرکز، ځتیځ زون (ننګرهار) او جنوب ختیځ زون (ګردیز) څخه راټولې او وروسته وسوځول شوې.
سرچینه لیکي چې په سوځول شوو بانکنوټونو کې لسګون، شلګون، پنځوسګون، سلګون او زرګون بانکنوټونه شامل دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان بانک دویم مرستیال مُلا محمد آخند د افغاني بانکنوټونو د سمې ساتنې او کارَونې په برخه کې د هېوادوالو همکاري مهمه ګڼلې او له هغوی څخه غوښتي چې د افغانۍ د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه د مخنیوي په برخه کې له پاملرنې څخه کار واخلي.
ده ویلي، خلک دې د بانکنوټونو د سمې ساتنې په موخه یې بټوې وکاروي او په غوړو او ککړو لاسونو يې له کارولو څخه ډډه وکړي ځکه چې په بیا ځلې چاپولو یې ډېر لګښت راځي.
دغهراز، د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر اوسه پورې د هېواد په کچه څه باندې درې میلیارده او ۳۶۳ میلیون زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP