شبرغان (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۳): جوزجان کې ځايي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د شخصي او حکومتي څرځایونو د تثبیت او تفکیک په موخه د څرځایونو د سروې پروسه پیل شوه.
د جوزجان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د یادې پروسې پرانیستو لپاره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معین په مشرۍ یو پلاوی دغه ولایت ته تللی دی.

سرچینه زیاتوي: «یاده پروسه نن (سهشنبه) د شخصي او امارتي څرځایونو د تثبیت او د خلکو د ستونزو د حل په موخه په رسمي توګه پیل شوه.»
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت مرستیال مولوي محمداسماعیل نن په یاده پرانیستغونډه کې وویل: «تخنیکي ټیم په جوزجان کې د ټولو څرځایونو مساحت په دقت سره څېړي چې موخه یې د شخصي او امارتي څرځایونو تثبیتول دي.»
هغه زیاته کړه، دا پروسه نه یوازې د طبیعي سرچینو په مدیریت کې د روڼتیا لامل کېږي، بلکې په څرځایونو پورې اړوند به د خلکو د ستونزو او د ټولنیزو ننګونو د حل لامل شي.
نوموړي څرګنده کړه، د یادې پروسې له نهايي کېدو او بشپړېدو وروسته به د څرځایونو په څېر له طبیعي سرچینو د عادلانه ګټې اخیستو او د خلکو د مالکیت د حقونو تامین لپاره غوره برنامې جوړې شي.
ورته مهال، د جوزجان والي قاري ګلحیدر ټاکل شوي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ټول امارتي ارګانونه او د جوزجان خلک د تخنیکي ټیمونو په مرسته ژمن دي چې یاده سروې په ښه توګه ترسره شي او په دې برخه کې د ولایت مقام هم هر ډول مرستې ته چمتو دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP