کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د ا.ا مشرتابه د چارو ادارې ریاست د سرپرست په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارلې څو په افغانستان کې هغه ناسم دودونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې ناروا دي او هم یې خلک له امله ډېرو لګښتونو ته اړ کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبتالله اخندزاده په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه او لاندې پرېکړې پهکې وشوې:
د همدې غونډې د پرېکړې له مخې، د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشرۍ، د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو، ارشاد، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زدهکړو او پوهنې وزارتونو، د ستري محکمې او مرکزي دارالافتاء عمومي ریاستونو، د علماوو شورا او فقهي مجالسو په غړیتوب پلاوي ته دنده سپارل کېږي چې په ټول افغانستان کې هغه بد رواجونه تثبیت کړي چې هم د شریعت له مخې روا نه وي او هم یې خلک زیاتو مصارفو او اسرافونو ته اړ کړي وي؛ د دې د مخنیوي لپاره دې یوه طریقه جوړه کړي او مشرتابه مقام ته دې وړاندې کړي.
دغه راز، د چارو ادارې لوی ریاست د سرپرست شیخ نورالحق انور په مشرۍ، د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ (اراضي) او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ په ګډون پلاوي ته دنده سپارل کېږي چې لاندې کارونه ترسره کړي:
۱ـ هغه ځمکې چې خالص امارتي ملکیت او د استوګنې او سوداګرۍ لپاره دي، تر ښاري پلان لاندې یې بنسټیزې چارې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه کړي چې له مخې یې خلکو ته ځمکې په اصولي توګه ووېشل شي.
۲ـ هغه استوګنیز ښارګوټي چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري امارتي ثابت شوي او تصفیه شوي دي، هر اړخیزه کړنلاره ورته جوړه کړي چې له مخې یې د ښاري پلان مطابق خلکو ته د ابادۍ او ودانولو په موخه ورکړل شي.
۳ـ د ښاري پلان له مخې دې د خلکو په شخصي ځمکو کې د ابادۍ او ودانیزو چارو ترسره کولو بهیر اسانه او سهولتونه دې ورته رامنځته کړي.
همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل کېږي چې
۱ـ د کابل په څلورو خواوو کې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه دوه زره جریب ځمکه، د صنعتي سیمو جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، د چاپېریالساتنې او ښاري ماسټر پلان مطابق دې د یوې کړنلارې له مخې ځانګړې کړي او وسپاري.
۲ـ په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې د صنعتي ساحو لپاره شل شل زره جریب ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د امیرالمؤمنین له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریالساتنې او ماسټر پلان له مخې ځانګړې او وسپاري. همدارنګه دې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.
۳ـ په کندوز ولایت کې دې لس زره جریب ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریالساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپاري.
۴ـ له کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې د امکان په صورت کې د صنعتي پارکونو لپاره زر زر جریب ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریالساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې کړي او وسپاري.
۵ـ د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له لس څخه تر پنځوس جریب ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریالساتنې او ماسټر پلان مطابق ځانګړې او وسپاري.
۶ـ د فارمي مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي.
دغه راز، اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل کېږي، د لویو لارو په اوږدو کې هغه ځمکې چې هلته د مسجد او لوازماتو د ودانولو په موخه ټولګټو وزارت ته تثبیت شوې او د یاد وزارت له لوري تر اوسه نه دي ابادې شوې، خصوصي سکټور ته ورکړي چې نارینه او ښځینه مسجدونه، اودس ځایونه، ترڅنګ یې تېل پمپونه، هوټلونه د مسافرو د اړتیاوو مطابق ودان کړي چې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
همدارنګه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو او اراضي ریاست ته دنده سپارل کېږي، په هغو سیمو کې چې امارتي ځمکې او ترڅنګ یې اوبه شتون لري، د اغېزمنې ګټې اخیستنې او خلکو ته د اجاره ورکولو په موخه هراړخیزه طرحه چمتو کړي.
دغه راز، د امارتي شرکتونو لوی ریاست دې د سپين زر امارتي شرکت اړوند له کوکچې تر ابدان دښتې د کانال طرحه اقتصادي کمېسیون ته واستوي او د منظورۍ په موخه دې د امیرالمؤمنین مقام ته وړاندې کړي، اقتصادي کمېسیون دې د بحث پر مهال په همدې سیمه کې منظور شوی بند هم په نظر کې ونیسي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت او د انکشاف ملي شرکت دې له بل خصوصي سکټور سره په ګډه د حاجيګک سیمې د اوسپنې کان اړوند طرحه چمتو او د امیرالمؤمنین مقام ته دې د منظورۍ په موخه وړاندې کړي.
دغه راز، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ته دنده سپارل کېږي چې د هلمند د کجکي بند برېښنا د قوي کولو او د توزیع لپاره د برېښنا شرکت جوړ شوی پلان تطبیق کړي او راپور دې یې د امیرالمؤمنین مقام ته وړاندې کړي.
همدارنګه په کومو ولایتونو کې چې د امنیتي مسوولینو له لوري انساني ويښتان نیول شوي، د سوځولو په اړه دې د کورنیو چارو وزارت له لوري د امارت مقام ته پيشنهاد وشي او د حکم له ترلاسه کولو وروسته دې ټولو ولایتونو ته یاد حکم ابلاغ کړي او له هغه سره سم دې اجراأت ترسره شي.
دغه راز، د کومو شیانو صادرول یا واردول چې د مالیې وزارت یا له وزارتونو د جوړې شوې تعرفې د کمېټې له لوري بندیږي، د هغو په اړه لاندې اجراأت ترسره کېږي:
۱ـ کوم شیان چې مالیې وزارت یا د تعرفې کمېټې له لوري بندیږي یا اجازه ورکول کېږي، د هغو ټولو شیانو لېستونه دې تهیه شي او د امیرالمؤمنین له مقامه دې منظوري واخیستل شي؛ یاده کمېټه مکلفه ده چې د خپل کار لپاره طرزالعمل جوړ کړي.
۲ـ هغه اوسپنې چې د کابینې د فیصلې پر اساس یې قاچاق بند دی، د قاچاق کولو په صورت کې دې مالک باید (د اوسپنې نوعیت او د عمل تکرار ته په کتو) له شپږو میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې بندي شي او هغه کس چې انتقالوي یې، د هغه موټر دې تر دوو میاشتو پورې ودرول شي.
۳ـ نیول شوې اوسپنه دې د سرحدي مجاهدینو له لوري مناسب محفوظ ځای ته انتقال شي، هلته دې په محفوظ ډول ذخیره شي او ټول مشخصات یې دې ولیکل شي.
۴ـ کومه قاچاقي اوسپنه چې نیول کېږي، هغه دې د بېرته ورکولو په صورت کې د والي، د مربوطه ولایت د قولاردو د قوماندان او د استخباراتو د رییس په ګډه موافقه ورکول کېږي.
۵ـ د دې لپاره چې پر غیررسمي لارو باندې د ممنوعه توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د ورود مخه ونیول شي، نو د هر ولایت د امنیې قوماندانۍ له لوري دې یوه اندازه تشکیل دغو ساحو ته ورکړل شي، څو د بارېدونکو اموالو او اجناسو او د را واردېدونکو اموالو تلاشي وکړي، یادو مجاهدینو ته دې یوه اندازه امتیازات هم ورکول شي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت، مالیې وزارت، د صنعت او تجارت وزارت او د ښاروالیو عمومي ریاست دې د قاچاقي درملو او خوړنیزو شیانو د مخنیوي لپاره یوه طریقه جوړه کړي او د امیرالمؤمنین حضور ته دې وړاندې کړي.
همدارنګه ټول هغه شیان دې هم مشخص شي چې د افغانستان له لوري یې صادرات کېږي او طرزالعمل دې ورته جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP