پاراخ (پژواک ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): پنجشېر کې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال همدې مودې په پرتله نږدې ۲۰ سلنه کم شوی خو له دې امله د مړینې شمېر له اتو ۱۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر خواجه اغا غفوری پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر کال په نهو میاشتو کې دغه ولایت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ ۷۴۷۲ پېښې ثبت شوې وې خو سږکال تر اوسه پر دغه ناروغۍ اخته ۶ زره ماشومان ثبت شوي دي.
خو هغه زیاته کړه چې د تېر کال په نهو میاشتو کې د خوارځواکۍ له امله د اتو ماشومانو مړینه ثبت شوې وه خو د سږ کال دغه شمېر ۱۱ کسانو ته لوړ شوی دی.
ډاکتر غفوري، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر کمېدو لامل د کورنیو د پوهاوي زیاتوالی، له پنجشېره د ځينو بېسرپرسته کورنیو کډه کېدل او اړمنو ته د مرستو زیاتېدل وبلل.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د دغه ولایت په کچه په ۲۵ روغتیايي مرکزونو کې پر خوارځواکۍ اخته کسانو ته خدمات وړاندې کېږي.
د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ په ۵۰ بستریز روغتون کې د خوارځواکۍ برخې مشاوره ډاکتر مهریه وايي چې سږ کال په دغه روغتون کې د تېر کال په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه ټیټه شوې ده.
هغې زیاته کړه: «تېر کال به مو هره میاشت ۱۱ تر ۱۲ پر دغه ناروغۍ اخته ماشومان بسترول، خو سږکال هره میاشت ۶ تر ۷ ماشومان بسترېږي.»
هغه کورنې چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته دي، د اوږدمهاله کاري فرصتونو او له اړمنو کورنیو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د پنځشېر د درې ولسوالۍ اوسېدونکی میرویس چې درې کلن ماشوم یې پر خوارځواکۍ خته دی وايي: «زما یوازینی عاید بزګري ده چې زما ټولې ستونزې نهشي هوارولی، له حکومته غواړم چې موږ ته د دایمي کار زمینه برابره کړي.»
د رخې ولسوالۍ اوسېدونکی لطفالله چې څلور کلنه لور یې پر شدیده خوارځواکۍ اخته ده وايي، له خیریه موسسو غواړو چې له بېوزلو کورنیو سره مرستې زیاتې کړي. هغه هم له حکومته د دایمي کار غوښتنه کوي.
هغه وايي بزګري کوي خو له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP