Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو ولایت کې د اوبو ۱۵ پروژې پلې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د روان لمریز کال په اوږدو کې په میدان‌وردګو ولایت کې د نږدې ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو ۱۵ پروژې پلې شوې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو مهارولو په دغو ۱۵ پروژو کې د اوبو کوچني بندونه، سربندونه، کانالونه، استنادي دېوالونه او د اوبو شبکې جوړول شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، یادې پروژې د میدان‌وردګو ولایت په مرکز، بهسود، دایمیرداد، چک، جغتو، نرخ، سیدآباد ولسوالیو او ځینو نورو سیمو کې پلې شوې دي.

د سرچینې په حواله، دغو پروژو کې د یو خاورین بند جوړول هم شامل دي چې د خلکو په مالي لګښت جوړ شوی دی.

سرچینه کاږي، یاد شمېر پروژې د اوبو او برېښنا وزارت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې او خیریه بنسټونو په مالي لګښت د میدان‌وردګو ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پلې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په میدان وردګو کې د ۳۳ پروژو سروې او ډیزاین ترسره شوی چې په کې کوچني بندونه، کانالونه او سربندونه هم شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.