غزني ښار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د سپین بند په سیمه کې د یوه ټونس موټر او زرنج ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې یوه ماشومه نجلۍ مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د غزني ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د روانې اونۍ په ترڅ کې دا څلورمه ترافیکي پېښه ده چې د غزني ولایت په مربوطاتو کې رامنځته کېږي او خلکو ته په کې مرګژوبله اوړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP