کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون په تېره یوه میاشت کې په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۲۰ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
د افغانستان عدلیې وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو راګرځولو تخنیکي ټیمونو په کندهار، کندوز، جوزجان، غور، خوست او پنجشېر ولایتونو کې شل زره و درې سوه و شپږاویا (۲۰۳۷۶) جریب ځمکه امارتي تثبیت کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
د سرچینې په خبره، تېره یوه میاشت کې تر ټولو ډېره راګرځول شوې ځمکه کندهار کې موقعیت لري چې نهه زره او ۶۱۰ جریب ده.
دغه راز، د عدلیې وزارت وايي چې د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوي په دې موده کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې شاوخوا ۳۱۶ زره جریب ځمکه امارتي تثبیت کړې او څه باندې ۳۷۵ زره جریب نوره ځمکه هم په ۳۱ ولایتونو کې تر څېړنې لاندې ده.
د سرچینې په خبره، ټولو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د څېړنې، تثبیت او راګرځولو پروسه روانه ده او د زرګونه جریب امارتي غصب شوو ځمکو دوسیې ولایتونو کې د دغه کمېسیون د پلاوو او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري تر څېړنې لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP