کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې زمبابوې ته د ۲۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
نننۍ لوبه چې د زمبابوې د پلازمېنې په هرارې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د زمبابوې لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په یاده سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو پنځوس اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۶ منډې وکړې
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې صدیق الله اتل ۱۰۴ منډې، عبدالمالک ۸۴، حشمت الله شهیدي ۲۹ او محمد نبی ۱۸ منډې وکړې.
مقابل کې ورکړل شوې هدف د زمبابوې لوبډلې پوره نه کړ او په اتلسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴ منډې وکړې د ۲۳۲ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې نوید ځدراڼ او الله محمد غضنفر درې درې، فاروقي دوه او عظمت الله عمرزي د زمبابوې یو لوبغاړی وسوځوه.
د افغانستان او زمبابوې کرکت لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بېپایلې پای ته ورسېده.
د یادونې ده، افغان لوبډله به له زمبابوې سره خپله درېیمه لوبه د ډسمبر په ۲۱مه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP