Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ویتنام کې د اورلګېدنې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳): بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام د هانو ښار په یوه کافه کې د  اورلګېدنې له امله ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز نن (پنج‌شنبه) د ویتنام د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې یاده اورلګېدنه تېره شپه د ویتنام په پلازمېنه هانوي ښار کې شوې ده.

د راپور له مخې، د یاد هېواد پولیسو د اورلګولو په تور یو شکمن کس نیولی دی.

پولیسو ویلي چې یاد ۵۰ کلن سړی له کارکوونکو سره له شخړې وروسته د یادې درې پوړیزې کافې په لومړي پوړ کې تېل شیندلي او اور یې ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.