Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ترافیکو پېښو کې ۵۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان دي

تعقیبي ـ غزني ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د غزني ولایت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکو پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار پژواک ته وویل چې تېره شپه د کابل – کندهار پر لویه لار د شهباز او ناني په سیمو کې دوه ۵۸۰ مسافر وړونکو موټرونو په بېلابېلو پېښو کې له بار وړونکو موټرونو سره ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په یادو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان دي.

ده زیاته کړه، کیدای شي د مړو شمېر تر دې هم ډېر شي؛ ځکه د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه د یادو پېښو لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کړه.

بلخوا، د غزني په ملکي روغتون کې د یادې پېښې یوه ټپي خادم حسین پژواک ته وویل: «زه اصلا د دایکندي یم، تېره شپه له کابله کندهار ته پر لار وم، څه باندې ۱۱ بجې به وې چې زمونږ موټر ټکر وکړ، زه دې وخت کې ویده وم کله چې راپورته شوم مړي او زخمیان مې ولیدل نور په ځان نه یم پوه شوی.»

ورته وخت کې، د غزني یوه اوسېدونکي او د شهباز سیمې د ترافیکي پېښې عیني شاهد حبیب‌الله پژواک ته وویل چې دغه پېښه د سړک د تنګوالي او د موټرونو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې.

هغه وايي کره ارقام ورته معلوم نه دي خو د مړو او ټپیانو شمېر ډېر و.

د یادونې ده، د روانې اونۍ په اوږدو کې له دې دوو پېښو سره د غزني په مربوطاتو کې اووه ترافیکي پېښې شوې دي چې ګڼو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بل لورته، اسلامي امارت په غزني ولایت کې د تېرې شپې ترافیکي پېښو کې پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او اړوندو ارګانونونه ته یې سپارښتنه کړې چې دواړه پېښې وڅېړي، علت یې معلوم کړي او د داسې ناورینونو د تکرار مخه دې ونیسي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.