Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له زمبابوې سره دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله به نن د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې د کوربه زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

 یاده لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس بجې د زمبابوې په پلازمېنه هراري کې ترسره شي.

د افغانستان او زمبابوې کرکت لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده.

د یادونې ده، افغان لوبډله به له زمبابوې سره خپله درېیمه لوبه د ډسمبر په ۲۱مه ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.