کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د دولتي ځمکو د اجارې قانون د اسلامي امارت مشرتابه له لوري له توشېح وروسته په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارتي ځمکو د اجارې قانون د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا له توشېح وروسته، د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادی الأول میاشتې په ۲۳ نېټه په ۱۴۵۸ ګڼه رسمي جریده کې، خپور کړ.»
سرچینې لیکلي، په دې جریده کې راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو د وېش د هیأت طرزالعمل او راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو د تنظیمولو طرزالعمل هم له انفاذ وروسته خپاره شوي دي.
د سرچینې په حواله، د امارتي ځمکو د اجارې په قانون کې یوه مقدمه، څلور بابونه، پنځه فصلونه او ۳۷ مادې شاملې دي چې د اسلامي امارت له خوا له توشېح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
خبرپاڼه کاږي، دا قانون افرادو، اشخاصو، سوداګرو او پانګوالو او د دوی په واسطه له ځمکې د اغېزمنې ګټه اخیستنې په موخه تدوین شوی او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یې د حکمونو د تطبیق مرجع ده.
د خبرپاڼې په حواله، په دغه قانون کې د اجارې ورکونې په اړوندو چارو کې د اداراتو د اجراتو، د امارتي ځمکو د اجارې غوښتنلیک څرنګوالی، د قرارداد عقد، د امارتي ځمکو ابادولو، د مستأجر مکلفیتونو، د مزایدې ترسره کولو د څرنګوالي حکمونه او نور موارد په کې درج شوي دي.
دغه راز، تر اجارې لاندې ځمکو اړوندو شخړو ته د رسېدنې څرنګوالی، سرغړونې، د اجارې د فسخې حالات، له مستأجر د تضمین اخیستل، د ځمکې بېرته تسلیمول او د اجارې د عقد د تمدید شرطونه له نورو مواردو دي چې په دغه قانون کې مطرح شوي او له دې وروسته لازمالاجراء دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP